ایکنانیوز راپور راکوي، د قرآن د نړیوال خبری آژانس (ایکنا) په همت سره د قرانی ټولنې د نورزوي لیدو کتو لسمې دستورې ، د وري د میاشتې د اتلسمې نیټې مازدیګر د ایکنانیوز په پرانیستي انګڼ کې د ایران د قرآنی ټولنې د یوشمیر مسئولانو ،کارپوهانو ،د نظر خاوندانو او استاذانو په شتون سره ترسره شو.
ددغو دستورو په پیل کې د قرآنی مخکښ حبیب مهکام په اجرا سره، د نړیوال قاری علی اضغر شعاعی په کلام الله مجید تلاؤت سره پیل شوې او په دوام کې د ایران د اسلامی جمهوریت د فرهنګ او اسلامی ارشاد پخواني وزیر او د ایکنانیوز یوه بنسټګر احمد مسجد جامعي د دغو دستورو د لومړني ویناوال په توګه خپل عرایض وړاندې کړل.
د ایکنانیوز خبری آژانس عمومي مدیر او له پوهنتوني جهاد سره د اړونده د هیواد دپوهنتونوالو د قرآنی ادارې مشر جلیل بیت مشعلي پخپلې لنډې وینا کې په دغو دستورو کې د قرآنی استاذانو او مخکښانو د شتون په مننې سره ووئيل؛ په دغو دستورو کې دمطرح کولو لپاره مو درې موضوعګانې تیارط کړې وې چې یوازې د یوې موضوع په بیانولو بسنه کوم او هغه هم په روان کال کې د مسلمانو محصیلینو د قرآن د نړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ اجرا ده . باید ومنو چې دغه سیالۍ د پوهنتونی جهاد د ارزښتمنو نوښتونو یوه برخه ده او دا اداره په دې باب فعالیت او اصولي او ارزښتمند کار کړی دی .
تر اوسه پورې د مسلمانو محصیلینو د قرآن کریم د سیالیو په اوم پړاؤ کې له ۶۴ هیوادونوڅخه خپل شتون اعلان کړی.
د ایران د پوهنتونوالو د قرآنی ادارې مشر روښانه کړې ده ، دغه دوه کلنې سیالۍ تراوسه پورې شپږ ځله ترسره شوي دي او مشهد، تهران، تبریز او اصفهان ئې کوربه پاتې شوي دي او اوه کلونه کیږي چې کرونائي بحران پشمول د ځینو دلیلونو په اساس ، دغه سیالۍ له ځوړتیا سره مخ شوي . د اوم پړاؤ د ترسره کیدا په درشل کې یوو او وتوانیدو د هیواد دسیالیو د غږملونکي عالی کمیټې په هڅو او زیار سره ددغو سیالیو د ترسره کیدا لپاره مجوز ترلاسه کړو. د ترټولو وروستیو احصایو په اساس ، تر دې دمه د ګډون لباره په رسمي توګه ۶۴ هیوادونو چمتووالی اعلان کړی دی او یوازې د قرائت په څانګې کې د مصر شپږ کسان په دغو سیالیو کې د ګډون غوښتونکي دي.
د مسلمانو محصیلینو د قرآن د نړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ منشي دغه راز ووئیل؛ دسیالیو ددغه پړاؤ مقدماتي او نهمه نهائي مرحله به په راتلونکي غواړي میاشت کې ترسره شي.
د آزاد فکرئ د څوکۍ جوړیدا، په قرآنی فعالیتونو کې ایراني فرهنګ ته توجه، د قرآنی استاذانو او مخکښانو دخاطراتو په برابرولو او خپرولو کې ګډون او د قرآنی فعالانو ترمینځ داتحاد ټینګیدا، د قرآنی فعالیتونو په ډګر کې دم یرمنو رول ته اهمیّت ورکول او د یوې صنفي ټولګې په جوړولو کې د قرآنی ټولنې غوښتې ، د قرآنی ټولنې دنوروزي لیدو کتو د بلونکو په غوښتنو کې شاملې وې چې ایکنانیوز ددغو غوښتو په تحقق کې رسندوي فعالیت درلودلی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4275283